پاکستان د افغانستان له خاورې په حملو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i114870-پاکستان_د_افغانستان_له_خاورې_په_حملو_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په پاکستان کښې د ترهګرو اقداماتو د ترسره کولو لپاره د افغانستان د خاورې کاریدل په کلکه وغندل او د افغانستان په حکومت یې غږ وکړ چې د دوو (۲)وروڼو هیوادونو د پرمختګ او د سولې په خاطر د دا ډول عناصرو پرضد سخت اقدام ترسره کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2022 10:47 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان له خاورې په حملو نیوکه وکړه

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په پاکستان کښې د ترهګرو اقداماتو د ترسره کولو لپاره د افغانستان د خاورې کاریدل په کلکه وغندل او د افغانستان په حکومت یې غږ وکړ چې د دوو (۲)وروڼو هیوادونو د پرمختګ او د سولې په خاطر د دا ډول عناصرو پرضد سخت اقدام ترسره کړي .

د پاکستان خارجه وزارت نن په یوې بیانیې کښې دغه خبره تکرار کړه چې اسلام اباد له تیرو میاشتو راهسې بیا بیا د افغانستان له حکومته غوښتي دي چې د افغانستان او د پاکستان په سرحدي سیمه کښې امنیت ټینګ کړي .

د پاکستان خارجه وزارت وویل ترهګر د افغانستان خاوره په مصونیت سره  په پاکستان کښې د ترهګرو اقداماتو د ترسره کولو لپاره  استعمالوي .

د پاکستان خارجه وزارت وویل له بده مرغه په سرحدي سیمه کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې غړي د پاکستان په سرحد کښې په امنیتي پوستو بریدونه کوي او له کبله یې تراوسه د پاکستان ډير عسکر وژل شوي هم دي .

د اپریل په څوارلسمه(۱۴) نیټه هم په شمالي وزیرستان کښې د ترهګرو په برید کښې د پاکستان اته(۸) پوځيان وژل شوي وو .