پاکستان په افغانستان کښې په سولې او ثبات ټینګار وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان نوي خارجه وزیرې په افغانستان کښې د سولې او د ثبات ټینګیدل د سیمې لپاره ضروري وبلل .
د پاکستان نوي خارجه وزیرې میرمن حنا رباني کهر نن له افغانستان سره په ګډو سرحدونو کښې د پاکستان د ځواکونو پرضد د ترهګرو پیښو د زیاتیدا په هکله اندیښنه څرګنده کړه .
هغې وویل پاکستان په سیمه کښې د سولې او د ثبات او په تیره بیا په خپل ګاونډي هیواد افغانستان کښې د ارامښت د تثبیت لپاره رغنده ملګرتیا ته ژمن دی .
د میرمن حنا رباني کهر دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې پاکستان او افغانستان په ګډو سرحدونو کښې په وروستیو پیښو او بیا د افغانستان په خاوره باندې د پاکستان د الوتکو په حملو باندې د طالبانو د موقته حکومت د چارواکو له اعتراض وروسته یو (۱)ډيپلوماټیک جنجال ته ورداخل شوي دي .
د پاکستان سیاسي څارونکي وايي په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرې ډلې په شان د پاکستان ضد عناصرو شتون د اسلام اباد او د کابل د اړیکو په ښه کیدا کښې پرله پسې خنډ دی او د دواړو ګاونډیو هیوادونو په سرحدونو کښې وروستۍ ناکراریانې ښودنه کوي چې پاکستان په ګډو سرحدونو کښې د ترهګرو خوځښتونو په هکله د افغانستان د موقته حکومت د بې پامۍ او د تحریک طالبان پاکستان ډلې له عناصرو سره د جدي چلند د نه کولو په هکله اعتراض لري .
د افغانستان د طالبانو موقته حکومت وویل په خوست او کونړ ولایتونو باندې د پاکستان د جنګي الوتکو په حملو کښې کابو پینځه څلویښت(۴۵) کسان وژل شوي دي .
خو د پاکستان امنیتي سرچینو وویل د پاکستان د پوځ بې پایلوټه الوتکو د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرې ډلې په مرکزونو په بریالیتوب سره برید کړی او هغه یې له مینځه وړي دي .