پاکستان د مزار شریف پرونۍ چاودنه وغندله
Apr 22, 2022 03:07 Asia/Kabul
د پاکستان وزیراعظم: اسلام آباد یو صلحه ایز او باثباته افغانستان غواړي
د پاکستان وزیراعظم په مزار شریف ښار کښې د پروني ترهګر جنایت په غندلو او د دې پيښې له قربانیانو سره د یووالي په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې اسلام آباد په صلحه ایز او باثباته افغانستان باندې ژمن دی
د پاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په مزار شریف ښار کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې ترهګره چاودنه وغندله. هغه په دغې چاودنې کښې د ملکي وګړو د قیمتي ژوند په ضایع کیدو او د لسګونو بې دفاع خلکو په زخمي کیدو باندې خواشیني څرګنده کړه.
د پاکستان وزیراعظم څرګنده کړه چې هیواد یې په خپل ګاونډ کښې په یو صلحه ایز او باثباته افغانستان ژمن دی.
ټیګونه