پاړه چنار او کشمیر کښې هم د قدس د ورځې لاریون وشه
د کشمیر او پاره چنار خلکو پرون د د فلسطین له خلکو د ملاتړ په موخه لاریون وکړ او د اسرائیلو او امریکې خلاف د شعارونو په ورکولو سره یې د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو خپله کرکه څرګنده کړه
د کشمیر او پاره چنار خلکو پرون د د فلسطین له خلکو د ملاتړ په موخه لاریون وکړ او د اسرائیلو او امریکې خلاف د شعارونو په ورکولو سره یې د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو خپله کرکه څرګنده کړه
د کشمیر خلکو په مختلفو سیمو کښې په پراخې تجمع سره د قدس نړیواله ورځ ونمانځله.
هم داشان ډیرو دیني علماؤ د کشمیر په بیلابیلو سیمو کښې د د لاریونونو مشري وکړه.
د سرینګر ښار په حسن آباد او زیدبال نومې شیعه میشته سیمه کښې هم د قدس د ورځې ستر لاریون ترسره شو.
اخوا په پاره چنار کښې هم پرون د قدس د نړیوالې ورځې د لاریون په موخه ټول تجارتي مرکزونه او بازارونه بند وو.
په دې لړ کښې د پخواني سینیټر علامه سید عابد حسین الحسیني په مشرۍ جلوس له آیت ا... خامنه اي مدرسې څخه پیل شو او بیا له مرکزي امامبارګاه څخه راوتلي زرګونه خلک هم ورسره ملګري شول.
په دې موقع د اسرائیلو او امریکې خلاف شعارونه ورکړې شول او مشرانو د صهیونیسټي رژيم په غندنې او د فلسطین او قدس شریف په ملاتړ کښې ویناوې وکړې.