دپاکستان د وزيرستان په ځانمرګي برید کې ۶ کسان وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i116022-دپاکستان_د_وزيرستان_په_ځانمرګي_برید_کې_۶_کسان_وژل_شوی
د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.خو مخکې د دغه ډول حملو مسولیت تحریک طالبان پرغاړه اخیسته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2022 08:04 Asia/Kabul
  • دپاکستان د وزيرستان په ځانمرګي برید کې ۶ کسان وژل شوی

د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.خو مخکې د دغه ډول حملو مسولیت تحریک طالبان پرغاړه اخیسته .

د پاکستان پوځ تایید کړه  چې پرون د شمالي وزيرستان په ځانمرګي برید کې ۳ پوځيان وژل شوي دي.په دغه حمله کی ۳ ماشومان هم وژل شوی دي

د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.خو مخکې د دغه ډول حملو مسولیت تحریک طالبان پرغاړه اخیسته .

د پاکستان پوځ ویلی دی ددغه هیواد امنیتی او استخباراتی اورګانونه په دغه حمله کی د لاس درلودونکیو عواملو او ځان وژونکی کس د مشخصاتو د جاج په حال کی دي .

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان تحریک طالبان له پاکستان سره د سولې خبرو په دوام د يو بل پینځلس ورځیني اوربند د پيلولو په درشل کې دی.

راپورونه څرګندوي، چې دغه مذاکرات یو ځل بیا د افغانستان د واکمنوطالبانو په منځګړيتوب د دوی تر واک لاندې سیمو کې پیل شوي دي.