کراچۍ کښې بمي چاودنه شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i116096-کراچۍ_کښې_بمي_چاودنه_شوې_ده
دا چاودنه بیګا د کراچۍ ښار په کارادر سیمه کښې میمن جومات او اقبال مارکیټ ته څیرمه شوې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2022 01:19 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

دا چاودنه بیګا د کراچۍ ښار په کارادر سیمه کښې میمن جومات او اقبال مارکیټ ته څیرمه شوې ده

د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې تیره شپه د بم په چاودنه کښې چې په تیرو څلورو ورځو کښې دویمه پیښه ده، یو تن مړ او لږترلږه ۱۲ نور زخمي شوي دي

د ایرنا د خبر له مخې بیګانۍ چاودنه د کراچۍ ښار په کارادر سیمه کښې میمن جومات او اقبال مارکیټ ته څیرمه شوې ده.

ویل کیږي چې چاودنه د پولیسو په ګاډي شوې ده.

د کراچۍ پولیس وايي چې بم په یو موټر سایکل کښې ایښودل شوی و او له امله یې هلته ولاړو ګاډو او د خواوشا دکانونو ته سخت تاوان رسیدلی دی.

د پاکستان وزیراعظم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کراچۍ کښې بمي چاودنه په کلکه وغندله.

د تیرې چمعې په شپه هم د پاکستان د اقتصادي زړه په توګه په کراچۍ ښار کښې یوه ترهګره چاودنه شوې وه چې له امله یې یو تن مړ او ۱۳ ژوبل شوې وو.