امریکا دې د ایران خلاف زیات نه زیات دباؤ ختم کړي
د پاکستان مشهورو ورځپاڼو پرون په خپلو مقالو کښې د ایران د ایټمي موافقې د فعالولو لپاره د هلوځلو په چټکتیا باندې په ټینګار سره د واشنګټن له خوا په تهران باندې د زیات نه زیات دباؤ د سیاست د بندیدو غوښتنه وکړه
د پاکستان (دي نیشن) او (ډان) ورځپاڼو پرون په خپلو مقالو کښې د ایران د ایټمي موافقې د فعالولو لپاره د هلوځلو په چټکتیا باندې په ټینګار سره د واشنګټن له خوا په تهران باندې د زیات نه زیات دباؤ د سیاست د بندیدو غوښتنه وکړه
ډان انګریزي ژبې ورځپاڼې (د ایران د ایټمي موافقې احیا) تر عنوان لاندې سرمقاله کښې، پر واشنګټن سربیره اروپايي لورو ته په خطاب کښې ولیکل: که هغوي په رښتیا د ایران د ایټمي موافقې د ژوندي کولو په لټه کښې دي نو باید د تهران د اندیښنو د ختمولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
دغه ورځپاڼه زیاتوي: د نړیوالې ترهګرۍ په لسټ کښې د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د نوم راوستل یو مشکوک کار دی خو هیڅکله نه دی توانیدلی چې د ایران د سیمه ایزو اهدافو مخه ونیسي ځکه چې غرب باید د هر هغه جنجال جوړونکي اقدام مخه ونیسي چې د ایټمي موافقې راتلونکي ته ګواښ پيښوي.
له اسلام آباده چاپیدونکې (دي نیشن) انګریزي ژبې ورځپاڼې هم (د ایټمي موافقې مذاکرات) تر عنوان لاندې خپلې سرمقالې کښې ولیکل: د ایران د ایټمي موافقې احتمالي موافقه یوځل بیا د خبرونو په سر کښې راغلې ده خو اختلافي موارد پر خپل ځاې پاتې دي.
دغې ورځپاڼې تهران ته د اروپايي اتحادیې د استازي د تیرې اونۍ سفر ته په اشارې سره هم لیکلي دي: که لویدیځ لوري په رښتیا له ایران سره د مسائلو د هوارولو او د زیات نه زیات دباؤ له سیاست د لرې کیدو غوښتونکي وي نو پکار ده چې د هغو مسائلو په سر روغه جوړه وکړي چې د مقابل لوري لپاره حساس دي.