پاکستان کښې د چینیانو خلاف د ترهګرو عملیاتو مخنیوی وشه
May 17, 2022 03:23 Asia/Kabul
د پاکستان امنیتي ځواکونو په بلوچستان صوبه کښې د یوې ښځینه ځانمرګې بریدګرې په نیولو سره د چیني ښاریزو خلاف دغه ترهګر عملیات شنډ کړل
ایرنا د پاکستان د خبري سرچینو په حواله خبر ورکړی چې پرون د بلوچستان صوبې د تربت ضلعې په خوشاب سیمه کښې د یوې ځانمرګې بریدګرې د معلومولو او نیولو عملیات ترسره شول. دغې بریدګرې غوښتل چې په سیمه کښې د موجودو چیني ښاریزو خلاف ترهګر عملیات وکړي.
د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې د څانګې چارواکو وویل چې په دغو عملیاتو کښې یوه ښځه نیول شوې ده چې په غیرقانوني ډلې پورې اړونده وه او په تربت ښار کښې یې د چیني انجنیرانو او کارګرانو د هدف ګرځولو نیت درلود.
د پاکستان په بلوچستان صوبې او هم داشان کراچۍ ښار کښې له دې مخکښې هم په چینیانو باندې ترهګرې حملې شوې دي.
ټیګونه