د ترکیې جوړه دریمه جنګي کشتۍ پاکستان ته وسپارله شوه
May 21, 2022 05:44 Asia/Kabul
له ترکیې څخه د پاکستان د څلورو کشتیو د اخیستو په لړ کښې دریمه کشتۍ دغه هیواد ته ورکړې شوه
له ترکیې څخه د پاکستان د څلورو کشتیو د اخیستو په لړ کښې دریمه کشتۍ دغه هیواد ته ورکړې شوه
تسنیم خبري آژانس لیکلي دي چې پرون د کراچۍ د کشتۍ جوړونې په مرکز کښې اوبو ته د دغې کشتۍ د کوزولو دستورې د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف او د دغه هیواد دفاعي صنایعو د وزیر اسرار ترین او هم داشان د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي آکار په شتون سره ترسره شوې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دې مناسبت په یو ویډیو پیغام کښې وویل چې په وسلو او د خبرداري په ماډرن سیسټمونو باندې د سنبالو څلورو کشتیو د جوړولو بهیر د پروګرام مطابق روان دی.
هغه په دوام کښې له پاکستان سره په ګډه د هیلي کوپټر او الوتکې د جوړولو خبر هم ورکړ.