د پاکستان او ترکیې د فوځي چارواکو تر مینځ لیده کاته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i116272-د_پاکستان_او_ترکیې_د_فوځي_چارواکو_تر_مینځ_لیده_کاته
د ترکیې دفاع وزیر د پاکستان له لوی درستیز سره د سیمي د وروستیو بدلونونو او امنیتي همکاریو په هکله سلامشورې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2022 09:55 Asia/Kabul
  • د پاکستان او ترکیې د فوځي چارواکو تر مینځ لیده کاته

د ترکیې دفاع وزیر د پاکستان له لوی درستیز سره د سیمي د وروستیو بدلونونو او امنیتي همکاریو په هکله سلامشورې وکړې.

په وروستیو میاشتو کې دا دوهم ځل دی چي د ترکیې دفاع وزیر پاکستان ته ځي او د دې هیواد د فوځ له لوی قومندان سره خبري اترې کوي.

د پاکستان فوځ په یوه بیانیه کې ویلي: د ترکیې دفاع وزیر خلوصی آکار د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باوجوه سره د راولپنډۍ په ښار کې ملاقات کړی دی.

د بیانیې له مخي، د دواړو هیوادونو فوځي چارواکي د امنیتي او فوځي همکاریو په پراختیا تاکید کړي او د ترکیې دفاع وزیر هم ویلي چي هیواد یې په نړیوالو او سیمه ایزو چارو کې د پاکستان له دریځ څخه ملاتړ کوي.

تیره ورځ د یوه ځانګړې مراسمو په تر سره کېدو او د ترکیې د دفاع وزیر په حضور سره، د ترکیې جوړ دوې جنګي کښتۍ د کراچي په بندر کې د پاکستان سمندري ځواکونو ته وروسپارل شوې.