د پاکستان او چین خارجه وزیرانو د افغانستان حالات وڅیړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i116334-د_پاکستان_او_چین_خارجه_وزیرانو_د_افغانستان_حالات_وڅیړل
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري دا ځل چین ته د سفر په ترڅ کې له چینايي چارواکو سره د افغانستان د وضعیت او روان ناورين په حل لارو خبرې کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2022 02:12 Asia/Kabul
  • د پاکستان او چین خارجه وزیرانو د افغانستان حالات وڅیړل

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري دا ځل چین ته د سفر په ترڅ کې له چینايي چارواکو سره د افغانستان د وضعیت او روان ناورين په حل لارو خبرې کړي دي.

تاند خبري سایټ لیکلي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي دې، نوموړي له خپل‌ چینايي سیال سره په لیدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د «پراخ سياسي جوړښت» او د ښځو او ماشومانو د حقونو په ساتلو بحث او خبرې کړي دي.

پاکستان خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې روان انساني ناورين ښايي د دغه هېواد د اقتصادي پاشلتيا سبب شي، چې دا پاشلتيا به د افغانستان تر څنګ د سیمې هېوادونو ته هم بدې پايلې ولري.

‏د‌ پاکستاني وزير دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې پرون د افغانستان د حاکمو طالب چارواکو يو شمېر مشرانو د خپل پخواني مشر ملا اختر منصور د وژل کيدو په تلين غونډه کې له سقوط څخه د افغانستان د اقتصادي ژغورنې خبر ورکړ.