د پاکستان سنا په الاقصی جومات کې د صیهونیسټانو جنایتونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i116640-د_پاکستان_سنا_په_الاقصی_جومات_کې_د_صیهونیسټانو_جنایتونه_وغندل
د پاکستان مشرانو جرګې د رایو په اکثریت سره د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره په الاقصی جومات د صیهونیسټانو تیری او فلسطینی ولس پرضد د صیهونیست رژیم جنایتونه په کلکه وغندل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2022 02:06 Asia/Kabul
  • د پاکستان سنا په  الاقصی جومات کې د صیهونیسټانو جنایتونه وغندل

د پاکستان مشرانو جرګې د رایو په اکثریت سره د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره په الاقصی جومات د صیهونیسټانو تیری او فلسطینی ولس پرضد د صیهونیست رژیم جنایتونه په کلکه وغندل .

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان مشرانو جرګې د رایو په اکثریت سره د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره په الاقصی جومات د صیهونیسټانو تیری او فلسطینی ولس پرضد  د صیهونیست رژیم جنایتونه په  کلکه وغندل .

د پاکستان د مشرانو جرګې استازیو په دغه پریکړه لیک کې ټینګار وکړ د صیهونیستانو په وسیله د فلسطین ۷۴ کلن نیواک او په غزې تړانګې کې د اسراییلو د توکم پال رژیم جنایتونه د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو  او د بشری حقوقو د اورګانونو د قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ ده .