له تحریکِ طالبان سره د پاکستان د حکومت خبرې اترې
د پاکستان د ملي امنیت پارلیماني کمیټه له تحریکِ طالبان ترهګرې ډلې سره د صلحې د مذاکراتو د څیړنې په موخه یوه ځانګړې غونډه جوړوي.
د پاکستان د ډان نیوز خبري سایټ په لیکنه، په داسې حال کښې چې د پاکستان د حکومت او د طالبانو د بندیز لګیدلې ډلې ترمینځ خبرې اترې د یو بل له شرطونو سره د طرفینو د مخالفت په وجه بندون ته رسیدلې دي، د پاکستان د ملي امنیت پارلیماني کمیټه غواړي چې دا موضوع په پراخه پیمانه وجاجوي.
خبر زیاتوي چې د پاکستان پارلیمان د مشر راجا پرویز اشرف دفتر ویلي دي: د تحریکِ طالبان پاکستان TTP له غیرقانوني ډلې سره د صلحې د خبرواترو په شمول د ملي امنیت د مسائلو په هکله د بحث لپاره د پارلیمان د ملي امنیت د کمیټې ځانګړې غونډه نن سه شنبه ترسره کیږي.
په دغې خبرپاڼې کښې راغلي دي چې په یادې غونډې کښې چې د پارلیمان او سینټ د غړو په شتون سره ترسره کیږي، د دواړو لورو له خوا د اوربند د غزولو په لړ کښې له تحریک طالبان ترهګرې ډلې سره د مذاکراتو د پرمخ بیولو لارې چارې به وڅیړلې شي.