له ایران سره د پاکستان دشیانو تجارت به ډیر زرعملیاتی شي
د پاکستان د کرهڼیزو چارو وزیر په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، د ایران د اسلامی جمهوریت سره دوه اړخیز تجارت به د شیانو په مقابل کې د شیانو وارداتو صادراتو د لارو چارو په اساس ، له دسمبره عملیاتي شي .
د ایران او پاکستان دګډې تجارتی کمیشن نهمه غونډه د ۲۰۲۱کال دنومبر په پنځمه او شپږمه نیټه تهران ته دپاکستان داقتصادي او تجارتي چارو د وخت د وزیر په سفر سره ترسره شوه. په دغه سفر کې ځیني تفاهم لیکونه هم سره لاسلیک شوي او موافقه شوي چې د تجارتي میکانزم د پرمخ بیولو لپاره به ګډې هڅې وکړي .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ، د پاکستان دملی پروډکشن او تحقیقاتي چارو وزیر طارق بشیر چیمه په یوه خبري کنفرانس کې د دوو اړخیز تجارت د پراختیا لپاره دایران له اسلامی جمهوریت سره د شیانو په مقابل کې دشیانو دمبادلې دپلان دعملیاتي کولو لپاره ددغه هیواد دنوي حکومت دپروګرام خبر ورکړ .
هغه د غنمو او نورو مرکباتو پشمول له کرهڼیزو محصولاتو سره د اړونده نړیوالو بیّو پرزیاتیدا او د خوړو دتوکو پرامنیت د اوکراین دجنګ اثراتو ته په اشارې سره ووئيل ، په روانې میاشتې کې به د شیانو په مقابل کې دشیانو په بڼه کې پاکستان ته د ایران له اسلامی جمهوریت څخه د میوو لومړنۍ جوپه صادره شي . هغه دغه راز ووئيل ، په دسمبر میاشت کې به کابو یو میلیون ټنه ورژې د ایران اسلامی جمهوریت ته صادرې شي او پآکستان په یووخت ، د سیمې له نورو هیوادونو سره دایران له لارې د ټرانزیټ د تجارت په لاره کې دخنډونو دلیرې کولو لپاره نوي اقدامات غوره کړي .