د روسیې او پاکستان ملګرتیا دسیمې امنیت زیاتوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر ته دمبارکۍ په پيغامونو کې ډاډ ورکړ چې ددواړو هیوادونو ملګرتیا د سیمې د امنیت د زیاتیدا سبب کیږي.
سپوټنیک خبری اژانس راپور ورکړ،د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په هغه پیغام کې چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي او لومړي وزیر شهباز شریف ته ئې د پاکستان دخپلواکۍ د پنځه اویایمې کلیزې دمبارکۍ په مناسبت لیږلی دوي ته ډاډ ورکړ چې د ماسکو او اسلام اباد ملګرتیابه زیاته او د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا سبب شي .
پوتین په دغه پیغام کې دترهه ګرئ په ضد مبارزې او دافغانستان په موضوع کې د روسیې او پاکستان ملګرتیا ته اشاره کړې ده .
د پاکستان او روسیې اړیکې په دې باب د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان له خوا د مطرح شوو څرګندونو ته په پام سره چې له حکومته دهغه څنګةکیدا ، دروسیې په وړاندې د هغه ددریځ او په سیمې کې د امریکا ګټو ته د تاوان د رسیدا په دلیل ګڼي ، ډير اهمیّت لري.
عمران خان له قدرته د هغه څنګةکیدا ، د امریکا او د هغې د داخلی عناصرو له خوا یوه دسیسه بللې ده .