پاکستان له افغانستان څخه ډبرو سکرو په وارداتو تعرفه زیاته کړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i119958-پاکستان_له_افغانستان_څخه_ډبرو_سکرو_په_وارداتو_تعرفه_زیاته_کړې
د پاکستاني سرچینو په وینا، په کراچۍ کې د ګمرکونو د ارزونې عمومي ریاست له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو ګمرکي تعرفه له ۸۳ ډالرو څخه ۱۴۰ ډالرو ته لوړه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2022 11:26 Asia/Kabul
  • پاکستان له افغانستان څخه ډبرو سکرو په وارداتو تعرفه زیاته کړې

د پاکستاني سرچینو په وینا، په کراچۍ کې د ګمرکونو د ارزونې عمومي ریاست له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو ګمرکي تعرفه له ۸۳ ډالرو څخه ۱۴۰ ډالرو ته لوړه کړې ده.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ګمرکونو ریاست اوا ته ویلي چې د ډبرو سکرو د ارزونې دغه سپارښتنې په کراچۍ کې د ګمرکونو د ارزونې د عمومي ریاست له خوا صادر شوي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د ډبرو سکرو پر هر متریک ټنه ګمرکي تعرفه ۸۳ ډالره وه.

په همدې حال کې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو یو شمېر واردونکو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستان د ګمرک ریاست ته مراجعه کړې او ویلي یې دي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ډبرو سکرو ارزښت خورا لوړ شوی، نو باید پر دغه محصول ګمرکي تعرفه هم لوړه شي.

دغه راز له دغه رياست څخه غوښتل شوي، چې د افغاني ډبرو سکرو په ګمرکي تعرفو کې د نوي بدلون لپاره په موقتي توګه د افغاني سکرو په ارزښت کې د بدلون تر راتلو پورې دوام ورکړي.

د افغانستان د ډبرو سکرو د هر متریک ټنه بیه ۲۸۰ ډالره ده.

پاکستان په داسې حال کې د افغانستان د ډبرو سکرو پر ګمرکي تعرفو د لوړولو اعلان کوي، چې هره ورځ د افغانستان د ډبرو سکرو په سلګونو لارۍ پاکستان ته ځي.