په پاکستان سیلابونو کابو یوزر سل کسان قرباني کړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i120308-په_پاکستان_سیلابونو_کابو_یوزر_سل_کسان_قرباني_کړي
د ایران د اسلامی  جمهوریت د سرې میاشتې د ژغورونکي او مرستې  د ادارې مشر مهدي ولی پور  ووئيل،دپاکستان سیل ځپلو سره د مرستې په لومړۍ جوپې کې چې سل ټنه ده ،زر خیمې ، دوه زره  کارپټونه او څلور زره کمبلې  او دغه راز نور خوراکي مواد  شامل دي چې نن به د پاکستان سیل ځپلو ته ولیږدول شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2022 09:40 Asia/Kabul
  • په پاکستان سیلابونو کابو یوزر سل کسان قرباني کړي

د ایران د اسلامی  جمهوریت د سرې میاشتې د ژغورونکي او مرستې  د ادارې مشر مهدي ولی پور  ووئيل،دپاکستان سیل ځپلو سره د مرستې په لومړۍ جوپې کې چې سل ټنه ده ،زر خیمې ، دوه زره  کارپټونه او څلور زره کمبلې  او دغه راز نور خوراکي مواد  شامل دي چې نن به د پاکستان سیل ځپلو ته ولیږدول شي.

په پاکستان کې بې مخینې  ورښتونو او سیلاب له امله تر دې  دمه د هیواد په مختلفو سیمو کې  کابو یو زر سل کسان وژل شوي او  کابو یو دوه زره نور ټپیان شوي  دي.

 ایرناخبری اژانس راپور ورکړی،د پآکستان د طبیعي پيښو دمدیریّت ادارې(این ډي ایم اې )په یوې اعلامیې کې نن سهار ووئيل، په تیر شواروز کې  په مختلفو سیمو کې د سیلاب له امله نور یو سل نولس کسان قرباني شوي دي . 

ددغه راپور په اساس، د پاکستان  په مختلفو سیمو کې بې مخینې سیلاب  څه د پاسه دیرش میلیون خلک  هم کډه په سر کړي دي  او دم ګړۍ د هیواد په  مختلفو سیمو کې  کابو پنځه لکه کسان دیره کړئ شوي دي. په راپور کې وئيل شوي دي چې  د دغه سیلاب له امله په هیواد کې کابو  اته لکه مالونه  او ډنګر هم مړه شوي او دغه راز  دکرهڼيزو مځکو کابو  نهه لکه پنځوس زره هیکټره برخه ئې  تباه کړې ده .

 د پاکستان حکومت د زیاتو ورښتونو له امله له ویجاړونکي سیلاب اغیزو سره دمقابلې لپاره  په ملی  او نړیواله سویه د مرستو  غوښته کړې ده .

وروستي راپورونه ښئ  چې د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول زیاترو سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو  دپاکستان له سیل ځپلو  خلکو سره د فوري مرستې لپاره چمتووالی اعلان کړی او وئیل کیږي چې ځينی مرستې پاکستان ته لیږدول شوي هم دي.

Image Caption
Image Caption
Image Caption