د افغانستان طالبان دې پر پاکستان له نیوکو لاس واخلي
طالبان باید د افغانستان د تیرو حکومتونو په څير پاکستان په افغانستان کې د هرې پیښې لپاره ګرَم ونه ګڼي.
ایرناخبری اژانس راپور ورکړ، دپآکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر طالبانو غږ کړی چې پر اسلام اباد کې علنا نیوکې نه کوي.
په راپور کې وئيل شوي دي د پاکستان د لومړی وزیر پشمول درو لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړي، پر اسلام اباد د طالبانو دلوړپوړو چارواکو علني نیوکې ددواړو هیوادونو اړیکو ته تاوان رسوي.
دغو سرچینو چې نامه ئې نه اخستل شوي ،وئیلی دي ،طالبان باید د افغانستان د تیرو حکومتونو په څير پاکستان په افغانستان کې د هرې پیښې لپاره ګرَم ونه ګڼي.
دوي وئيلي دي ، اسلام اباد د طالبانو له لوړپوړو چارواکو دغه شان د رسمي تندو او سختو نیوکو هیله نه لري ، ځکه پاکستان،قدرت ته دبیرته رسیدا ورسوته له طالبانو ډیر زیات ملاتړونه کړي دي .
د پاکستان ایکسپریس ټریبیون خپرونې هم راپور ورکړی، پآکستان د طالبانو تر ټولو لوي ملاتړی حسابیږي او ددغې ډلې مشرانو د افغانستان د تیر حکومت په ضد د جنګ په وخت په دغه هیواد کې ژوند کوۀ.
دا په داسې حال کې دي چې په دا وروستیو کې په افغانستان کې د امریکا دډرونز حملې په تیره بیا د په کابل کې د القاعدې ډلې د رهبر دترور موضوع ، دطالبانو او دپاکستان دحکومت ترمینځ تاؤتریخوالی رامینځةکړی دی.
د طالبانو د موقته حکومت ددفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد تیره اونۍ وئيلي وو،د امریکا ډرونز الوتکې د پاکستان د خاورې له لارې افغانستان ته ورځي او بمبارۍ کوي.