ګوتریش :پاکستان د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري
ګوتریش په یوه خبري کانفرنس کې وویل پاکستان د مرستندویه چارو او همداراز د وروستی سیلاب له امله د تاواني شویو بیخ بینایو د بیا رغاونې له چلینج سره د مقابلې لپاره د نړیوالې ټولنې پراخو مالی ملاتړونو ته اړتیا لري .
له اسلام اباده زمونږ خبریال راپور راکوی د ملګرو ملتو سرمنشی انتونیو ګوتریش چی له سیلاب ځپلیو سیمو یې د کتنې په هدف پاکستان ته سفر کړې دې د دغه هیواد له لومړی وزیر شهباز شریف سره په کتنه کې د وروستی بی مخینې سیلاب په وجه د پاکستان مخې ته د ورپیښو مسایلو جاج واخیسته .
ګوتریش په یوه خبري کانفرنس کې وویل پاکستان د مرستندویه چارو او همداراز د وروستی سیلاب له امله د تاواني شویو بیخ بینایو د بیا رغاونې له چلینج سره د مقابلې لپاره د نړیوالې ټولنې پراخو مالی ملاتړونو ته اړتیا لري .
ګوتریش د دې خبرې په کولو سره چی پاکستان د اقلیمی بدلونونو په دلیل د مهم دلیل په توګه د ګلتونی ګازونو په تولید او خپرولو کې څه خاص رول نلری زیاته کړه هغه هیوادونه چی زیات ګلتونی ګازونو خپروی باید له دغې غمیزې سره د مقابلې لپاره له پاکستانه په زیات ملاتړ سره عدالت رعایت کړي .
په پاکستان کې سیلاب تراوسه د ۱۳۹۱ کسانو د وژل کیدا د ۱۲۷۲۲ کسانو د ژوبلیدا سبب شوی دی او ۳۳ میلیون پاکستانیان یې تر اغیز لاندط راوستي دي او د دغه سیلاب د تاوانونو اندازه لس میلیارډ ډالره اټکل شوي ده .