امریکادې د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ آزادې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i121176-امریکادې_د_افغانستان_کنګل_شوي_شتمنۍ_آزادې_کړي
د پاکستان لومړي وزیر دخپلو خبرو په یوې برخې کې دې ته په اشارې سره چې ددغه هیواد برخلیک له افغانستان سره غوټه خوړلې ده،ووئيل؛په افغانستان کې سوله به په پاکستان کې دسولې تضمینونکي وي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2022 07:52 Asia/Kabul
  • امریکادې د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ آزادې کړي

د پاکستان لومړي وزیر دخپلو خبرو په یوې برخې کې دې ته په اشارې سره چې ددغه هیواد برخلیک له افغانستان سره غوټه خوړلې ده،ووئيل؛په افغانستان کې سوله به په پاکستان کې دسولې تضمینونکي وي.

 د پاکستان  لومړي وزیر امریکا ته په خبرداری ورکولو سره،پر دغه هیواد غږ وکړ،دافغانستان کنګل او مصادره شوي شتمنۍ دې آزادي کړي څو افغانان خپل مشکلات ورسره تر یوه حده کم کړي.

 تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پرون د امریکا په وسیله د افغانستان پر وضعیّت دسترګو پټولو د پایلو په باب په خبرداری ورکولو سره ، ددغه هیواد له چارواکو وغوښتل څو دافغانانو تړل شوي  شتمنۍ دې آزادې کړي.

 د پاکستان لومړي وزیر روښانه کړې ده، دنړۍ هیوادونه باید په افغانستان کې له درستو ښو نوښتونو څخه د ملاتړ لپاره  له یوه بل سره ملګرتیاوکړي،پر دې اساس که دې ځل پر افغانستان سترګې پټې کړو،نو یوه ستره تیروتنه  به مو کړي وي.

هغه په دوام کې ټينګار وکړ، نړیواله ټولنه باید  په افغانستان کې د تل پاتې اقتصاد د رامینځة کولو لپاره له هڅو ملاتړ وکړي او  د امریکا په وسیله د افغانستان کنګل شوو شتمنیوآزادول، ددغې غوښتې دپوره کیدا لپاره یوه اساسی اړتیا  وګڼي.

د پاکستان لومړي وزیر دخپلو خبرو په یوې بلې برخې کې دې ته په اشارې سره چې ددغه  هیواد برخلیک له افغانستان سره غوټه خوړلې ده،ووئيل؛په افغانستان کې سوله به په پاکستان کې دسولې تضمینونکي وي.