پاکستان له طالبانو سره د نړیوال تعامل پر دوام ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i121274-پاکستان_له_طالبانو_سره_د_نړیوال_تعامل_پر_دوام_ټینګار_وکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان هڅې ستایلې او د افغانانو په ایستلو کې یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 21, 2022 03:05 Asia/Kabul
  • پاکستان له طالبانو سره د نړیوال تعامل پر دوام ټینګار وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان هڅې ستایلې او د افغانانو په ایستلو کې یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره په کتنه کې له طالبانو سره د نړیوال تعامل پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې هېواد به یې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې پراخې کړي. د ټرایکا میکانیزم له لارې د افغانستان په اړه سیمه ایز اجماع ورکړل شي.

افغان غږ خبری آژانس وایی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، بلاول بوټو زرداري په نیویارک کې له توماس ویسټ سره خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان هڅې ستایلې او د افغانانو په ایستلو کې یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

دواړو لورو د پرله پسې هڅو د ګډو موخو او د نړیوالې ټولنې د ونډې په اړه د همکارۍ د دوام اړتیا ومنله چې "د افغانانو درد او کړاو کم کړي او سیمه ییزې سولې او ثبات ته وده ورکړي"