د تکفیریّت چغې ددرستې اسلامي نړۍ لوي مشکل دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i122262-د_تکفیریّت_چغې_ددرستې_اسلامي_نړۍ_لوي_مشکل_دی
د پاکستان دمذهبی چارو وزیر په  اسلامی امت کې دتکفیریّت خطرې ته په اشارې سره  روښانه کړړه ،تکفیرپه اسلامی نړۍ کې یوه ستره ستونزه ده او تکفیری فتواګانو دمسلمانانو لپاره ډير مشکلاتو راولاړ کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2022 12:11 Asia/Kabul
  • د تکفیریّت چغې ددرستې اسلامي نړۍ لوي مشکل دی

د پاکستان دمذهبی چارو وزیر په  اسلامی امت کې دتکفیریّت خطرې ته په اشارې سره  روښانه کړړه ،تکفیرپه اسلامی نړۍ کې یوه ستره ستونزه ده او تکفیری فتواګانو دمسلمانانو لپاره ډير مشکلاتو راولاړ کړي دي.

 زمونږخبریال دایکنا خبری اژانس له قوله راپور راکړ،د پاکستان دمذهبونو دغږملونکو اومذهبی چارو وزیرمفتی عبدالشکور سردارخان پرون په تهران کې د اسلامی وحدت په شپږدیرشم نړیوال سمینار کې پخپلې وینا کې د اختلافاتو او نښتو دختمولو په ضرورت باندې په ټينګار سره د مسلمانانو مشترکاتو ته یعني واحد خداي،واحد کتاب،واحدې قبلې،لمونځ او حج او نورو مشترکو دینی شعایرو ته  اشاره وکړه او وې وئيل،دا ټول دمسلمانانو ترمینځ  د وحدت پر ضرورت دلالت کوي.

مفی صیب په دوام کې ووئيل،مسیحیان اویهودیان سره له دې چې دتوحیدي دینونو پيروکاروو،خو دخپل پیغمبر له تعلیماتو لیرې شول او فرقه فرقه شول،نو ځکه باید خپل نظرونه،د اسلام له دین سره مطابق کړو او د دوي په اساس په وړاندې لاړ شو.

د پاکستان دمذهبی چارو وزیر په اسلامی نړۍ کې شته ؤ ډیرو مشکلاتو ته په اشارې سره ووئیل،په اسلامی نړۍ کې د ډيرو داسې مشکلاتو شاهدان یوو چې هغه ټول د اختلافاتو نتیجې دي ،په داسې حال کې چې،خداوندمتعال په قرآن کریم کې د خدای په رسۍ د منګولو د ښخولو حکم ورکړی دی،نو باید په دې اساس خپل اتحاد تل پاتې کړو او که له وحدته لیرې ووسو نو تیت پرک به شو .او هیڅ  انسجام او یوووالی به ونه لرو.

د پاکستان دغه مذهبی شخصیّت ددې خبرې په کولوسره چې پیغمبر اکرم هم له اختلافاتو سره سره،دیوه بل احترام ته قایل ؤ،ووئیل،دغه اختلافاتهیح:له هم د پیغمبر اکرم د اصحابو د اتحاد خنډ نه شول.په پاکستان کې اهل تشیَع او اهل تسنن د یوه بل ترڅنګ ژوند کوي،خو که پخپل مینځ کې نښتې او ترینګلتیاوې رامینځةشي،نو نه یوازې د پاکستان لپاره،بلکې د اسلامی نړۍ لپاره به په ځان پسې مشکلات ولری او تفرقه او درز به د درست اسلامی امت په تاوان وي.