پاکستان له طالبانوسره د سیمه ییزوګټو پراساس اړیکې لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124492-پاکستان_له_طالبانوسره_د_سیمه_ییزوګټو_پراساس_اړیکې_لري
دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي زیاته کړه چې د تحریک طالبان پاکستان حملې دوام لري او د دغه هیواد حکومت به د طالبانو له چارواکو سره د ترهګرو ډلو له ګواښ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 06, 2022 11:14 Asia/Kabul
  • پاکستان له طالبانوسره د سیمه ییزوګټو پراساس اړیکې لري

دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي زیاته کړه چې د تحریک طالبان پاکستان حملې دوام لري او د دغه هیواد حکومت به د طالبانو له چارواکو سره د ترهګرو ډلو له ګواښ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي دي چې اسلام آباد به له طالبانو سره د تحریک طالبان پاکستان په مبارزه کې همکاري وکړي او د تروریستي ډلو د ګواښ مخه ونیسي.

افغان غږ خبری آژانس وایی  بلاول بوټو زرداري له الجزیرې چینل سره په مرکه کې ویلي چې هیواد یې د افغانستان له طالبانو سره د بهرني سیاست او د سیمې د هیوادونو د ګټو په خاطر اړیکې لري.

دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي زیاته کړه چې د تحریک طالبان پاکستان حملې دوام لري او د دغه هیواد حکومت به د طالبانو له چارواکو سره د ترهګرو ډلو له ګواښ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.

هغه وویل: له بده مرغه ترهګریز بریدونه دوام لري او موږ تمه لرو چې په افغانستان کې له خپلو ګاونډیانو سره د ترهګرو سازمانونو د ننګونو د حل لپاره کار وکړو.

طالبان  وايي، د پاکستان تحریک طالبان د دغه هېواد داخلي مسئله ده او د نورو هېوادونو پر وړاندې له افغانستانه هېڅ ګواښ نشته.

په همدې حال کې د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي، چې د ګاونډیو هېوادونو امنیت د ټولو په ګټه دی.