لنډي کوتل کې په لومړي ځل پښتنو نجونود سایکل ځغلولو مېله وکړه
مشهورې ښځینه سیاستوالې بشرا ګوهر د نوموړې دغه ګام ستایلی او یو شمېر نورو خلکو هم په پښتنو کې د نجونو او ښځو په اړه د وروسته پاتې افراطي دریځ د بدلیدو غوښتنه کړې ده.
د پښتونخوا په لنډي کوتل سیمه کې په لومړي ځل شاوخوا ۱۵ پښتنو نجونو د سایکل ځغلولو مېله وکړه.
د ښځینه حقونو فعالې ثمر خان چې د دغو نجونو مشري ېې کوله په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې له دې کار سره ېې د ښځینه وو د مخالفو نارینه وو ایمانونه ولړزول.
مشهورې ښځینه سیاستوالې بشرا ګوهر د نوموړې دغه ګام ستایلی او یو شمېر نورو خلکو هم په پښتنو کې د نجونو او ښځو په اړه د وروسته پاتې افراطي دریځ د بدلیدو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو له واکمنيدو سره، په افغانستان کې د شاوخوا ۴ ميليونه نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړل شوي، چې د افغانستان، اسلامي هېوادونو او نړۍ په کچه ېې توند غبرګونونه پارولي دي.