د پاکستان وزیراعظم له اسلامه ویرونې سره په مقابلې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124778-د_پاکستان_وزیراعظم_له_اسلامه_ویرونې_سره_په_مقابلې_ټینګار_وکړ
د پاکستان وزیراعظم په اسلام آباد کښې د اسلامي ملګرتیا سازمان له عمومي منشي سره په کتنه کښې، له اسلامه د ویرونې له ښکارندې سره په مقابلې ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2022 02:56 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم له اسلامه ویرونې سره په مقابلې ټینګار وکړ

د پاکستان وزیراعظم په اسلام آباد کښې د اسلامي ملګرتیا سازمان له عمومي منشي سره په کتنه کښې، له اسلامه د ویرونې له ښکارندې سره په مقابلې ټینګار وکړ

د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان د وزیراعظم دفتر خبر ورکړی چې شهباز شریف پرون په اسلام آباد کښې له ابراهیم حسین طاها سره په کتنه کښې، د نړۍ د مسلمانانو د مقدساتو د سپکاوي لپاره له هر ډول کوشش سره د ډله ایزې مقابلې په ضرورت باندې په ټینګار سره، په سیمه کښې د مسلمانانو خلاف د کرکې د سیاست په شمول د اسلامو فوبیا د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

شهباز شریف د مسلمانانو خلاف د کرکه اچونې له سیاسته د سیمې د ځینو هیوادونو له استفادې اندیښنه وبلله او زیاته یې کړه: له اسلامه د ویرونې ښکارنده او د مسلمانانو خلاف د کرکې سیاست خپل اوج ته رسیدلی او مونږ له دغې ننګونې سره پياوړې مقابلې ته ضرورت لرو او په اسلامي نړۍ کښې د ډله ایزو ملګرتیاؤ له لارې یې باید مخه ونیسو.

شهباز شریف د اسلامي ملګرتیا سازمان د عمومي منشي په کتنه کښې، د فلسطین له ولس او د کشمیر سیمې په ملاتړ کښې د پاکستان د حکومت په څرګند او پیاوړي دریځ باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: د فلسطین د مسئلې لپاره هر ډول حل لاره باید له ۱۹۶۷ کال نه د مخکښنیو پولو په بنیاد او د قدس شریف په پلازمینې توب سره وي.

د پاکستان وزیراعظم له افغانستان سره د تعامل او د دغه هیواد له خلکو سره د مرستې لپاره د اسلامي ملګرتیا سازمان د رول په هرکلي سره څرګنده کړه: د دې اسلامي ارګان دارالانشاء باید د افغانستان د خلکو د انساندوستانه شخړو د کمولو لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.