ویزه نه لرونکي افغانان دې له پاکستانه ووځي
د پاکستان حکومت هغو افغانانو ته له پاکستانه زرترزره د وتلو الټي میټم ورکړ چې ویزې نه لري او په دغه هیواد کې میشت دي.
د شوروي سرۀ پوځ او دغه راز د ۲۰۰۱کال څخه وروسته دامریکائي پوځ له نیواک وروسته کابو څلورو لسیزو راهسې په میلیونونو افغانان له خپلو کورونو کډه په سر شوي او تر دې دمه د کډوالۍ شپې سبا کوي. د ایران اسلامی جمهوریت یو هغه هیواد دی چې په تیرو څه دپاسه څلورو لسیزو راهسې د څه دپاسه پنځو میلیون افغان کډوالو اوپاکستان هم د څه دپاسه درو میلیونو کډوالوکوربه هیوادونه دي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، دپاکستان حکومت پرون په یوې اعلامیې کې په ډ اګه وئيلي دي، دافغان کډوالو پشمول دبهرنیو ښاریزو د ویزو ترختمیدا کابو دوه اونۍ وخت پاتې دی ، پر دې اساس بهرني وګړي باید د میلادي کال تر ختمیدا مخکې له پاکستانه ووځي که داسې نه وي نو قانوني اقداماتو سره به مخ او وبه نیول شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، په دغه هیواد کې بهرني میشت وګړي پابنده دي د ویزو دتمدیدیدا او د وتلو د مجوز د اخستو لپاره دې اقدام وکړي.
وئیل کیږي، په همداوروستیو کې په پاکستان کې دیره افغان مهاجرو،د پاکستان د کورنیو چارو له وزارته د ټيلیفون له لارې خبرداري ترلاسه کړي دي چې د پاتیکیدا له ټاکلې مودې وورسته به وینول شي او پاکستان ته د ورتلو په تور لیسټ کې به شامل شي. دپاکستانیو چارواکو الټي میټم په داسې حال کې دی چې په پآکستان کې دیره افغان ښاریز وائي ، څه دپاسه یو کال کیږي، چې په دغه هیواد کې ئې د پاتیکیدو دتمدید لپاره غوښتې کړيخو تر دې دمه ئې دپاتیکیدا مدرک نه دی ورکړل شوی.