په کواټ کې د دوو ګاډیو په ټکرکې ۱۷ تنه مړه شول
Feb 03, 2023 09:04 Asia/Kabul
د پولیسو ځايي چارواکو رسنیو ته وویل چې دا ټکر د کواټ ټنل ته نږدې وشو.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا په کواټ کې ۱۷ تنه په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شول.
دا پېښه د یوه مسافري بس (کوچ) او یوه کانتینر ترمنځ د ټکر په نتیجه کې وشوه.
د پولیسو ځايي چارواکو رسنیو ته وویل چې دا ټکر د کواټ ټنل ته نږدې وشو.
په ۱۷ تنو وژل شویو کې ۲ ماشومان او ۲ ښځې هم شاملې دي.
ټیګونه