Feb 05, 2023 11:36 Asia/Kabul
  • پرویزمشرف له اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شو

پرویزمشرف د دوبۍ په يوه روغتون کې په ۷۹ کلنۍ کې وفات شوی دې .

‏‏د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرويز مشرف د متحده عربي اماراتو په يوه روغتون کې له اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شو.

 زمونږ خبریال د پاکستاني رسندویو له  قوله راپور راکوي دپرویزمشرف د دوبۍ په يوه روغتون کې  په ۷۹ کلنۍ کې وفات شوی دې .

هغه په وروستيو کلونو کې له سختو ناروغيو ځوريده.

پرویزمشرف د ۱۹۹۹ د اکتوبر په دولسمه، د پاکستان د پوځ د مشر په توګه پر لومړی وزیر نواز شریف کودتا وکړه او تر ۹ کلونو د دغه هېواد ولسمشر وو.

ویل کیږي چی پرویز مشرف په آمیلوئیدوز ناروغۍ اخته وو .

Image Caption

 

پرویز مشرف د پاکستان د سترې محکمې په حکم د ۲۰۱۶ میلادی کال د مارچ په ۱۸ نیټه د درملنې لپاره دوبی ته ولاړ او بیا هیڅله بیرته ستون نشو .

 

 

ټیګونه