په پاکستان کې بندي نور په لسګونو افغانان خوشي شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i128974-په_پاکستان_کې_بندي_نور_په_لسګونو_افغانان_خوشي_شول
په پاکستان کې د افغانستان سفارت په یوې خبرتیا کې د  کراچۍ له زندانونو څخه د نورو یو سل اوه دیرش افغانانو د خوشي کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-03-05T03:52:45+00:00 )
Mar 05, 2023 08:17 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې بندي نور په لسګونو افغانان خوشي شول

په پاکستان کې د افغانستان سفارت په یوې خبرتیا کې د  کراچۍ له زندانونو څخه د نورو یو سل اوه دیرش افغانانو د خوشي کیدا خبر ورکړ.

زمونږ خبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،په پاکستان کې د افغانستان سفارت پرون ناوخته په یوې خبرتیا کې ووئيل  ټاکل شوې ده دغه خوشي شوي افغانان  چې په لسګونو ښځې او ماشومان هم پکې ترسترګو کیږي،  د چمن له لارې  افغانستان ته ولیږدول شي.

څه موده مخکې هم دطالبانو حکومت د کراچۍ له بندونو د یوسل اویاؤ افغان بندیانو دخوشی کیدا خبر ورکړی ؤ. په عین حال کې د ترلاسه شوو راپورونو په اساس،همدااوس هم د پاکستان په کراچئ کې په سلګونو افغان ښاریز زنداني دي.

 په راپور کې وئيل شوي دي،په وروستیو میاشتو کې د کراچۍ په زندانونو کې کابو لس افغان بندیانو خپل  ژوند هم له لاسه ورکړی دی.د افغانستان د طالبانو ح کومت د پاکستان حکومت د افغان پناه غواړو  په غیرقانوني نیونې  او  له دوي سره په تاؤتریخجن  چلند تورنوي. خو د اسلام  اباد مسئولان وائي د غیر قانوني  پناه غواړو په وړاندې بې پروائي به  د هیواد بې ثباتۍ او  نا کراریو عامل شي.