Mar 07, 2023 07:21 Asia/Kabul
  • پاکستان ځینې نور افغان زندانیان خوښې کړل

پاکستان ۱۴۷ تنه افغانستاني زندانیان دغه هیواد ته وسپارل

د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت پرون وویل چې د پاکستان له جیلونو راخوشي شوي دغه ۱۴۷ تنه زندانیان د سپین بولدک سرحد له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په سپین بولدک کښې د قندهار ولایت سرحدي چارواکي وايي چې په آزاد شویو کسانو کښې یوشمیر ماشومان او ښځې هم شاملې دي او هم داشان د یو افغان مړی هم ورسپارل شوی دی.

له دې نه علاوه، یوشمیر آزاد شوي کسان چې په مختلفو ناروغیو اخته دي، نیغ روغتون ته بوول شوي دي.

د ویلو ده چې په تیرو څو ورځو کښې په اسلام آباد کښې د کډوالو د چارو معین او د افغانستان د سفارت په هلوځلو سره څه باندې زر کسان د پاکستان له جیلونو آزاد شوي او افغانستان ته منتقل شوي دي.

 

ټیګونه