عمران خان شنبې ورځې په اسلام اباد کې عدالت ته حاضریږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i129660-عمران_خان_شنبې_ورځې_په_اسلام_اباد_کې_عدالت_ته_حاضریږي
وئيل کیږی چې  په پاکستان کې سیاسی دنګل تردې دحده رسیدلی چې اوس څوک د عدالت  او محکمې فیصلو منلو ته هم تیار نه دي او ورباندې په اعتراضونو کې  واټونو ته راووځي او اړئ ګړئ جوړوي،چې دا ټول ددغه هیواد سیاسی راتلونکي د تورتم زیاتیدا ښئ
(last modified 2023-03-17T03:47:36+00:00 )
Mar 17, 2023 08:12 Asia/Kabul
  • عمران خان شنبې ورځې په اسلام اباد کې عدالت ته حاضریږي

وئيل کیږی چې  په پاکستان کې سیاسی دنګل تردې دحده رسیدلی چې اوس څوک د عدالت  او محکمې فیصلو منلو ته هم تیار نه دي او ورباندې په اعتراضونو کې  واټونو ته راووځي او اړئ ګړئ جوړوي،چې دا ټول ددغه هیواد سیاسی راتلونکي د تورتم زیاتیدا ښئ

د اسلام آباد یو ې محکمې د پاکستان د پخواني لومړی وزیر عمران خان په ضد د ملی خزانې  څ څخه دناسمې استفادې په تور د هغه دنیولو فرمان صادر کړی دی،  چې له څو ورځو راهسې د هغه د نیول کیدا په باب د لاهور په زمان پارک کې د  پولیسو او دعمران خان دپلویانو ترمینځ چې د عمران کور مخې ته غونډ شوي دي ،اخ وډب روان دی ،البته خبرو سرچینو وئيلي چې عمران ممکنه ده سبا شنبې ورځې په اسلام اباد کې د یوې محکمې ته د حاضریدو لپاره پلازمینې ته لاړ شي.

زمونږ خبریال د جنګ نیوز له قوله راپور راکړ، د پاکستان دتحریک انصاف ګوند  وکیل اظهر صدیق نن په یولړ څرګنددونو کې ووئيل،  عمران خان به نه یوازې دشنبې په ورځې په اسلام اباد کې محکمې ته حاضر شي ، بلکې په زیات احتمال سر ه به نن هم شاید دپنجاب صوبې د لاهور هائي کورټ په عدالت کې حاضر شي.

د پاکستان پخواني خارجه وزیر شاه محمود قریشي  په دې باب وئیلي هغه  د عمران خان د  امنیت په باب د تورونو دلیرې کولو په باب د پنجاب صوبې له لوي څارنوال سره په یوې ناستې کې  خبرې کړي دي.

باید ووئیل شي ، داسلام اباد د یوې محکمې قاضي ظفر اقبال د توشه خانې په دوسیې کې د عمران خان د نیول کیدا د فیصلې د ځنډولو  غوښته رد کړې او په یوه حکم صادرولو سره ئې د نیولو فیصله  او محکمې ته د عمران خان دلیږلو  فلیصله تائيد کړې ده .