پاکستان له نړۍ څخه وغوښتل چې په اروپا کې له اسلامه د ویرونې د پروسې مخه ونیسي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i130280-پاکستان_له_نړۍ_څخه_وغوښتل_چې_په_اروپا_کې_له_اسلامه_د_ویرونې_د_پروسې_مخه_ونیسي
پاکستان د نړۍ له قانوني بنسټونو وغوښتل چې په اروپا کې له اسلامه د ویرونې له پروسې سره مبارزه وکړي.
(last modified 2023-03-28T22:13:03+00:00 )
Mar 29, 2023 02:39 Asia/Kabul
  • پاکستان له نړۍ څخه وغوښتل چې په اروپا کې له اسلامه د ویرونې د پروسې مخه ونیسي

پاکستان د نړۍ له قانوني بنسټونو وغوښتل چې په اروپا کې له اسلامه د ویرونې له پروسې سره مبارزه وکړي.

ایرنا خبري آژانس وایي پاکستان د سه شنبې په ورځ په ډنمارک کې د قرآن کریم د سپکاوي د ناوړه عمل د تکرار په غندلو سره له نړیوالو حقوقي موسسو وغوښتل چې له اسلامه د ویرونې له پروسې او د مسلمانانو سپیڅلو ارزښتونو ته د سپکاوي په اړه اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کې ویلي، " له وړاندې د دا ډول پلان شویو اعمالو تکرار، د هغه قانوني چوکاټ موثریت تر پوښتنې لاندې راولي چې تر شا یې اسلاموفوبیک خلک پټوي او په معافیت سره نفرت خپروي."

یاد وزارت ټینګار کړی، "د بیان د آزادۍ له حق څخه کار اخیستل هېڅکله په قصدي توګه د مسلمانانو سپېڅلي کتاب یا د کوم دین سپېڅلي مشر ته د سپکاوي په معنا نه دی."

په دې بیانیه کې ویل شوي، پاکستان پر ټولو هېوادونو غږ کوي چې د بشري حقونو د نړیوال قانون لاندې د دوی د مسئولیتونو او مکلفیتونو سره سم د داسې اعمالو مخنیوی وکړي.

اسلام آباد دې ته اشاره وکړه چې پاکستان له نړیوالو حقوقي ادارو غواړي چې د داسې قصدي کړنو مخه ونیسي چې یوازې د مسلمانانو د عقیدې له امله د مسلمانانو پر وړاندې کرکه، تبعیض او تاوتریخوالي ته لمن وهي.