د پاکستان له زندانونو کابو ۱۸۰۰ افغانان خوشې شول
د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال تکل په وینا، د طالبانو په هڅو او د حکومت په لګښت ۱۸۹۳ افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان له زندانونو څخه تر ۱۸۰۰ زیات افغان بندیان خوشي شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس وایی د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ د هڅو په پایله کې ۱۹۰ تنه افغان بندیان له بنده خوشې شوي.
د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال تکل په وینا، د طالبانو په هڅو او د حکومت په لګښت ۱۸۹۳ افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو مياشتو کې په پاکستان کې له افغاني اسنادو پرته د کډوالو نيول ډېر شوي وو.