نړۍ د ایران او پاکستان د نه شلیدونکي پیوند شاهده ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i133074-نړۍ_د_ایران_او_پاکستان_د_نه_شلیدونکي_پیوند_شاهده_ده
له پاکستان سره د سیستان او بلوچستان ولایت  په  سرحدي سیمې (پشین –مند ) کې  د ایران سرحدي بازارچه  پرون ماسپښین  د ایران د اسلامی جمهوریت د  ولسمشر ابراهیم ریسي او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په شتون سره افتتاح شوه.
(last modified 2023-05-18T20:30:36+00:00 )
May 19, 2023 00:57 Asia/Kabul
  • نړۍ د ایران او پاکستان د نه شلیدونکي پیوند شاهده ده

له پاکستان سره د سیستان او بلوچستان ولایت  په  سرحدي سیمې (پشین –مند ) کې  د ایران سرحدي بازارچه  پرون ماسپښین  د ایران د اسلامی جمهوریت د  ولسمشر ابراهیم ریسي او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په شتون سره افتتاح شوه.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د پاکستان د ولسی جرګې استازې میرمن  زبیده جلال خان پرون د ایران له اسلامی جمهوریت سره  په دوه اړخیز تجارت کې له ځاي اسعارو څخه د  استفادې او  دشیانو په بدل کې د شیانو  د  مبادلې د لارو چارو پر پرمخ بیولو باندې په ټينګار سره  ووئيل،  په ګډې پول کې ددواړو هیوادونو د مشرانو شتون  نړۍ ته یو جوت پیغام  دی چې ایران او پاکستان  دملګرتیا لپاره کلک هوډ او پیاوړي اراده لری او د خپل نه شلیدونکي پیوند په پیاوړي کولو ټينګ ولاړ دي.

میرمن زبیده جلال  چې  پرون  له ایران سره د ګډې پولې د بازارچې په پرانیستونکو دستورو  او  د بریښنا د منتقلونې د کرښې د افتتاح په  مراسو کې ئې شتون درلود، زیاته کړې ده ، پاکستان په تیره بیا د بلوچستان صوبې خلک  تل د ایران دملاتړونو قدردان دي  او ددغو دو سترو پرژو په افتتاح سره ،دخپل مینځیو  ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره  نوی امید هم رامینځةشوی دی.

له پاکستان سره د سیستان او بلوچستان ولایت  په  سرحدي سیمې (پشین –مند ) کې  د ایران سرحدي بازارچه  پرون ماسپښین  د ایران د اسلامی جمهوریت د  ولسمشر ابراهیم ریسي او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په شتون سره افتتاح شوه. همداراز شهباز شریف او ابراهیم ریئسي  پاکتسان ته د  ایران  دبریښنا د منتقلونکي کرښه هم اجرائي کړه . دغه دستورې  د پاکستان له ملی ټيلیویژن یا پی ټي وي څخه په ژوندی بڼه خپرې شوي دي .