پاکستان او افغانستان د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي خبرې وکړې
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر سره وکتل.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزیرانو د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي خبرې وکړې
د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست له خپل پاکستاني سیال سره د کازان د څوارلسمې غونډې په څنډه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د ترجیحي تعرفو، سوداګرۍ، ټرانزیټ، د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او ۲۴ ساعته ګمرکونو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې وشوې او ښاغلي عزیزي وویل، پخوا هم پوځي فشارونه وو او اوس د افغانستان پر خلکو رواني او اقتصادي فشارونه دي او د ملت پیسې بندیږي. د افغان ولس غږ باید په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو ته ورسېږي تر څو له افغان ولس سره همکاري وکړي.