پاکستان اصف علي خان درانی د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i133348-پاکستان_اصف_علي_خان_درانی_د_افغانستان_لپاره_خپل_ځانګړی_استازی_وټاکه
په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، اصف علي خان درانی د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
(last modified 2023-05-24T22:39:56+00:00 )
May 24, 2023 10:02 Asia/Kabul
  • پاکستان اصف علي خان درانی د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه

په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، اصف علي خان درانی د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، اصف علي خان درانی د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه اعلاميه کې تاييد کړه، چې د دغه هېواد لومړي وزير شهباز شريف، ښاغلى درانی په دې څوکۍ ټاکلى دى.درانی له ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې په تهران کې د پاکستان سفیر و او په افغانستان کې یې د پاکستان د مرستیال سفیر په توګه هم کار کړی دی.په ورته مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلي دراني سمدستي د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له سکرترې حنا رباني کهر سره ولیدل.پدغه ليدنه کې میرمن کهر د نوموړي د ټاکل کېدو هرکلی وکړ او د خپلو مسوولیتونو په سرته رسولو کې یې د بهرنیو چارو وزارت د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.د سياسي چارو کارپوه او په پاکستان کې پخوانی ډیپلومات احمد سعیدي وايي، پاکستان هڅه کوي چې د اصف دراني په ټاکلو سره طالبان متحد او همغږي کړي.آصف درانی د کویټې اوسېدونکی او په خټه پښتون دی چې په پښتو، فارسي او اردو ژبو روانې خبرې کولی شي.همدارنګه ښاغلی درانی د سیمې د مسائلو په هکله ژورو معلومات لري او باور دادی چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په ښه کېدو کې به یې رول رغنده وي.باید وویل شي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي محمد صادق د تېر کال په حوت میاشت کې له دې دندې استعفا وکړه.