د ننګرهار زرګونو کډوال خپلو کورونو ته ستانه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i133386-د_ننګرهار_زرګونو_کډوال_خپلو_کورونو_ته_ستانه_شوي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په ننګرهار کې زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ بیرته خپلو اصلي مینو ته ستنې شویدي.
(last modified 2023-05-25T06:00:02+00:00 )
May 25, 2023 03:00 Asia/Kabul
  • د ننګرهار زرګونو  کډوال خپلو کورونو ته ستانه شوي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په ننګرهار کې زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ بیرته خپلو اصلي مینو ته ستنې شویدي.

چارواکي وایي د ستنو شویو کورنیو سره یې د خوراکي توکیو د مرستو لړۍ پېل کړې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتواو کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي وایي  د تیرو جګړو او نورو محیطي ستونزو له امله د ننګرهار ولایت له دوه ویشت ولسوالیو څخه نږدې شپیته زره کورنۍ د جلال اباد ښار او خواوشاه سیمو ته راکډه شوي چې اوس د دې ولایت د کډوالو چارو ریاست په هلو ځلو خواوشاه دولس زره کورنۍ بیرته خپلو اصلي مینو ته  ستنې شوي او دا لړې همداسې دوام لري.

داطلاعاتو او کلتور د اطلاعانو امر مولوِ صدیق الله قریشي وویل د کډوالو چارو ریاست د مرستندویه ادارو پر مټ خپلو اصلي مینو ته له ستنو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکیو د ویش لړۍ پيل کړی او تر دا مهاله یې زرګونه کورنیو سره مرستې ترسره کړي دي.

 خپلو اصلي مینو ته ستنې شوې ډیری کورنۍ وایي که څه هم چې خپلو کورنو ته د راستیندو له امله خوشحاله دي خو دجګړو له امله یې یا مینې نړیدلي او یا هم اقتصادي او ګڼې نورې ستونزې ورترغاړه دي.

 دغو ستنو شویو کورنیو له حکومت او مرستندویه ادارو نه غوښتنه کړې چې دوې له پامه ونه غورځوي.