د افغانستان طالب واکوالان دې د ترهه ګرو د فعالیتونو مخه ونیسي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i133530-د_افغانستان_طالب_واکوالان_دې_د_ترهه_ګرو_د_فعالیتونو_مخه_ونیسي
دا خبرداری په د اسې حال کې دی چې  له افغانستانه  په کرتو د پاکستان او تاجیکستان پشمول په ګاونډیانو حملې شوي دي.
(last modified 2023-05-28T03:17:23+00:00 )
May 28, 2023 07:42 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالب واکوالان دې د ترهه ګرو د فعالیتونو مخه ونیسي

دا خبرداری په د اسې حال کې دی چې  له افغانستانه  په کرتو د پاکستان او تاجیکستان پشمول په ګاونډیانو حملې شوي دي.

د پاکستان خارجه وزیر یو خل بیا  په پاکستان د افغانستان له خاورې د حملو په باب د افغانستان طالب واکوالانو ته خبر دادری ورکړ.

دا خبرداری په د اسې حال کې دی چې  له افغانستانه  په کرتو د پاکستان او تاجیکستان پشمول په ګاونډیانو حملې شوي دي.

تسنیم خبری آژانس  راپور ورکړ، د پاکستان  خارجه وزیر بلاؤل بهټو زرداري پرون ددغه هیواد د مشرانو جرګې  د بهرنیو اړیکو په کمیشن کې پخپلو څرګندونو کې ووئيل،که په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا ترهه ګر ګواښونه جدي ونه ګڼل شي، نو بوږنونکي نتیجې به په ځان پسې ولري.

بلاؤل بهټو زرداري  د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي  ترهه ګرې ډلې سریه  دمقابلې لپاهر دافغانستان د طالبانو له حکومته په غوښتې سره  ووئيل، تر اوسه پورې  د پاکستان په مختلفو برخو کې په لسګونو ځله ترهه ګرو حملې کړي دي او دا  د اسلام اباد یوه اصلي  اندیښنه ده .

د پاکستان  خارجه وزیر  همداراز ووئيل، په عین حال کې د ټولشموله ح کومت د جوړیدا ، دمیرمنو او انجونو دحقوقو ورکولو او د ګاونډیو اونړیوالو هیوادونو باندې د افغانستان  نه ګواښ کیدا  په باب دپاکستان پشمول  د ګاونډیو هیوادونو  اندیښنې  دي  او  په دې باب دنړۍ دلیدتوګې غږملتیا ډيره اړینه  ده.

څو ورځې مخکې  د خیبر پختونخواه صوبې په هنګو سیمې کې د تیلو اګیسو په یوه شرکت باندې په حملې کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز پرون هم له ډ يره اسماعیل خان سره نزدې په یوې بلې ځان مرګي حملې کې هم  کابو ۲۵حکومتي عسکر ټپیان شوي دي.