د افغانستان طالب واکوالان دې د ترهه ګرو د فعالیتونو مخه ونیسي
دا خبرداری په د اسې حال کې دی چې له افغانستانه په کرتو د پاکستان او تاجیکستان پشمول په ګاونډیانو حملې شوي دي.
د پاکستان خارجه وزیر یو خل بیا په پاکستان د افغانستان له خاورې د حملو په باب د افغانستان طالب واکوالانو ته خبر دادری ورکړ.
دا خبرداری په د اسې حال کې دی چې له افغانستانه په کرتو د پاکستان او تاجیکستان پشمول په ګاونډیانو حملې شوي دي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بهټو زرداري پرون ددغه هیواد د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمیشن کې پخپلو څرګندونو کې ووئيل،که په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا ترهه ګر ګواښونه جدي ونه ګڼل شي، نو بوږنونکي نتیجې به په ځان پسې ولري.
بلاؤل بهټو زرداري د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې سریه دمقابلې لپاهر دافغانستان د طالبانو له حکومته په غوښتې سره ووئيل، تر اوسه پورې د پاکستان په مختلفو برخو کې په لسګونو ځله ترهه ګرو حملې کړي دي او دا د اسلام اباد یوه اصلي اندیښنه ده .
د پاکستان خارجه وزیر همداراز ووئيل، په عین حال کې د ټولشموله ح کومت د جوړیدا ، دمیرمنو او انجونو دحقوقو ورکولو او د ګاونډیو اونړیوالو هیوادونو باندې د افغانستان نه ګواښ کیدا په باب دپاکستان پشمول د ګاونډیو هیوادونو اندیښنې دي او په دې باب دنړۍ دلیدتوګې غږملتیا ډيره اړینه ده.
څو ورځې مخکې د خیبر پختونخواه صوبې په هنګو سیمې کې د تیلو اګیسو په یوه شرکت باندې په حملې کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز پرون هم له ډ يره اسماعیل خان سره نزدې په یوې بلې ځان مرګي حملې کې هم کابو ۲۵حکومتي عسکر ټپیان شوي دي.