د پاکستان له زندانونو سلګونه افغان بندیان خوشي شوي
دپاکستان حکومت په سلګونه افغان بندیان خوشي کړي او افغان کنسولګرۍ ویلي چي سلګونه نور افغانان به هم تر راتلونکو اونیو پورې خوشي شي.
د مسیر له راپور سره سم، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ وایي، تر راتلونکو دوو میاشتو به له ۲۹۰ ډېر افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې پراته دي، خوشې شي.
د یادې کونسلګرۍ مسوولین زیاتوي، په پاکستان کې د ۲۶۰۰ افغان بندیانو له ډلې نږدې ۲۳۵۰ بندیان چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي، خوشي شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.
بلخوا، د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وایي، په تېره یوه میاشت کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۲۸ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
د نوموړي په وینا، د افغان بندیانو پر ستونزو د غور لپاره د لویې څارنوالۍ په مشرۍ یوه کمېټه هم جوړه شوې ده.
د افغانستان کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، اوسمهال له شپږو تر اتو مېلیونو افغانان په نورو هېوادونو په تېره بیا ایران او پاکستان کې ژوند کوي.