له ایران سره د بلوچستان صوبې تجارتي مبادلات لازیاتیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i133710-له_ایران_سره_د_بلوچستان_صوبې_تجارتي_مبادلات_لازیاتیږي
د پاکستان د بلوچستان صوبې ګورنر ، په یولړڅرګندونو کې ټينګار وکؤ، چې  په ګډو پولو کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره تجارتي مبادلات لازیات پراخ او چټک کیږي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 31, 2023 00:36 Asia/Kabul
  • له ایران سره د بلوچستان صوبې تجارتي مبادلات لازیاتیږي

د پاکستان د بلوچستان صوبې ګورنر ، په یولړڅرګندونو کې ټينګار وکؤ، چې  په ګډو پولو کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره تجارتي مبادلات لازیات پراخ او چټک کیږي.

له  پاکستان سره د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په پولې کې  په پیشین  کې  د ایران لومړنۍ سرحدي بازارچه او   د پولان ګبد بریښنا لیږد کرښه  د  غواي د میاشتې په ۲۸نیټه  د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسي او د پاکستان دلومړي وزیر شهباز شریف  په وسیله  افتتاح شوي دي.

زمونږخبریال راپور راکړ،  د پاکستان  دبلوچستان صوبې ګورنر  عبدالولی خان کاکړ چې پرون   په کویټه کې د بلوچستان صوبې  د سیاسی او اقتصادي  بدلونونو د ارزونې لپاره  ددغه هیواد د ولسمشر  کوربه ؤ،ددغې صوبې له تاجرانو سره  په کتنې کې ئې  د ایران په شمول  له ګاونډیو هیوادونو سره د تجارت د پیاوړتیا په ضرورت ټينګار وکړ.

عبدالولی خان کاکړ  ووئيل،  په بلوچستان صوبې کې  محرومیّت  ختمونه  او د بې وځلۍ پر ښکارندې غلبه ، د فیډرل او صوبائي حکومتونو په کاری لومړیتوب کې  شامل دي او مونږ  له ګاونډیو هیوادونو سره په تیره بیا  له ایران سره  د سرحدي تجارت   لوړتیا، دبلوچستان صوبې  دخلکو د وضهیَت له ښه کیدا سره غوره مرسته ګڼو.

د بلوچستان صوبې ګورنر  زیاته کړه ، له ایران سره سرحدي تجارت تیزیږي ،ځکه  مونږ باؤري یوو  له ګاونډیو هیوادونو سره دتجارت  پراخول او له تجارتي ټولنې سره  تعامل ، په دغې صوبې کې  د بې روزګارۍ  او بې وځلۍ له چیلنج سره  په مبارزې کې ستره مرسته کوي. هغه ووئيل له ایران سره په ګډ سرحدي لارې تفتان بازارچې پرانیسته د دواړو هیوادونو  په تیره بیا د سرحدي سیمو  د اوسیدونکو  د اړتیاوړ شیانو  دمبادلې چټکتیا   او د ګاونډي هیواد بازار ته له لاس رسي سره مرسته کوي.

د تفتان سرحدي بازارچه   له څوکلنې بندیدا وروسته د وري د میاشتې په یولسمه نیټه د  ایران  او پاکستان د سرحدي تجارت د مشترکې کمیټې د موافقې د اجرا په لړ کې بیرته پرانیستل شوې ده .

Image Caption