له ایران سره د بلوچستان صوبې تجارتي مبادلات لازیاتیږي
د پاکستان د بلوچستان صوبې ګورنر ، په یولړڅرګندونو کې ټينګار وکؤ، چې په ګډو پولو کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره تجارتي مبادلات لازیات پراخ او چټک کیږي.
له پاکستان سره د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په پولې کې په پیشین کې د ایران لومړنۍ سرحدي بازارچه او د پولان ګبد بریښنا لیږد کرښه د غواي د میاشتې په ۲۸نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسي او د پاکستان دلومړي وزیر شهباز شریف په وسیله افتتاح شوي دي.
زمونږخبریال راپور راکړ، د پاکستان دبلوچستان صوبې ګورنر عبدالولی خان کاکړ چې پرون په کویټه کې د بلوچستان صوبې د سیاسی او اقتصادي بدلونونو د ارزونې لپاره ددغه هیواد د ولسمشر کوربه ؤ،ددغې صوبې له تاجرانو سره په کتنې کې ئې د ایران په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره د تجارت د پیاوړتیا په ضرورت ټينګار وکړ.
عبدالولی خان کاکړ ووئيل، په بلوچستان صوبې کې محرومیّت ختمونه او د بې وځلۍ پر ښکارندې غلبه ، د فیډرل او صوبائي حکومتونو په کاری لومړیتوب کې شامل دي او مونږ له ګاونډیو هیوادونو سره په تیره بیا له ایران سره د سرحدي تجارت لوړتیا، دبلوچستان صوبې دخلکو د وضهیَت له ښه کیدا سره غوره مرسته ګڼو.
د بلوچستان صوبې ګورنر زیاته کړه ، له ایران سره سرحدي تجارت تیزیږي ،ځکه مونږ باؤري یوو له ګاونډیو هیوادونو سره دتجارت پراخول او له تجارتي ټولنې سره تعامل ، په دغې صوبې کې د بې روزګارۍ او بې وځلۍ له چیلنج سره په مبارزې کې ستره مرسته کوي. هغه ووئيل له ایران سره په ګډ سرحدي لارې تفتان بازارچې پرانیسته د دواړو هیوادونو په تیره بیا د سرحدي سیمو د اوسیدونکو د اړتیاوړ شیانو دمبادلې چټکتیا او د ګاونډي هیواد بازار ته له لاس رسي سره مرسته کوي.
د تفتان سرحدي بازارچه له څوکلنې بندیدا وروسته د وري د میاشتې په یولسمه نیټه د ایران او پاکستان د سرحدي تجارت د مشترکې کمیټې د موافقې د اجرا په لړ کې بیرته پرانیستل شوې ده .