پاکستان کښې د پوځ او ترهګرو ترمینځ نښته شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i133984
له ترهګرو سره د پاکستان د پوځ په نښته کښې شپږ تنه مړه شوي دي.
(last modified 2023-06-06T00:40:24+00:00 )
Jun 06, 2023 05:08 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

له ترهګرو سره د پاکستان د پوځ په نښته کښې شپږ تنه مړه شوي دي.

له ترهګرو سره د پاکستان د پوځ په نښته کښې شپږ تنه مړه شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي دي، په شمالي وزیرستان کښې په پرونۍ وسله واله نښته کښې ۴ ترهګر هلاک شوي دي.  په یادې نښتې کښې هم داشان د پاکستان د پوځ دوه ځواکونه هم مړه شوي او دوه نور ترهګر په زخمي حالت کښې نیول شوي دي.

د پاکستان پوځي ځواکونو په دغې نښتې کښې هم داشان له ترهګرو څخه ډیرې وسلې او مهمات هم نیولي دي.

د پاکستان پوځ په دې خبرې سره چې د نښتې د ځاې په خواوشاسیمو کښې د پاکونې عملیات لاهم دوام لري، وویل: د پاکستان وسله والو ځواکونو د ترهګرۍ د مونډ ایستلو ژمنه کړې او د عسکرو سرشیندنه، د ترهګرۍ خلاف د ځواکونو هوډ دوه چنده کوي.