د عراق زیارتونو ته د پاکستاني زیارتوالو سفر اسانیږي
(last modified Tue, 06 Jun 2023 02:09:02 GMT )
Jun 06, 2023 06:39 Asia/Kabul
  • د عراق زیارتونو ته د پاکستاني زیارتوالو سفر اسانیږي

د عراق وزیراعظم له پاکستان سره د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ له پراختیا په هرکلي سره ټینګار وکړ چې په عراق کښې مقدسو ځایونو ته د دغه هیواد د زیارتوالو په سفر کښې اسانتیا رامینځته کیږي.

د عراق وزیراعظم له پاکستان سره د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ له پراختیا په هرکلي سره ټینګار وکړ چې په عراق کښې مقدسو ځایونو ته د دغه هیواد د زیارتوالو په سفر کښې اسانتیا رامینځته کیږي.

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په بغداد کښې د عراق له وزیراعظم محمد شیاع السوډاني سره ملاقات کړی دی.

په دغه ملاقات کښې دواړو لورو دوه اړخیزې اړیکې او په اقتصادي، پوځي او اطلاعاتي برخو کښې د ګډو ملګرتیاؤ پیاوړتیا وڅیړله او د عراق او پاکستان ترمینځ د ګډې زیارتي کمیټې د فعالیت د دوباره پیلولو په سر یې موافقه وکړه.

په دغه ملاقات کښې د بغداد او اسلام آباد ترمینځ د ملګرتیا د لارو او د پراختیا د لوې لارې د سټراټيجکې پرژې او په دغې پروژو کښې په اعلان شویو فرصتونو کښې د پانګونې څیړنه هم وشوه.

بلاول بوټو په دغه سفر کښې د عراق له ولسمشر عبداللطیف رشید سره هم ملاقات وکړ. د عراق ولسمشر په دغه ملاقات کښې له پاکستان سره د اړیکو پیاوړتیا او له ترهګرۍ او تندلاریتوب سره د مقابلې په لړ کښې د پاکستان له تجربو په استفادې یې تاکید وکړ.