پاکستان د ایران  له تجارتي فرصتونو  داستفادې لپاره تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i134044-پاکستان_د_ایران_له_تجارتي_فرصتونو_داستفادې_لپاره_تیار_دی
د  پاکستان د تجارتي ټولنې مشر  د ایران  د اسلامی جمهوریت له تجارتي  فرصتونو څخه  د  پاکستان دتجارتي ټولنې په استفادې ټينګار وکړ.
(last modified 2023-06-06T21:38:43+00:00 )
Jun 07, 2023 02:06 Asia/Kabul
  • پاکستان د ایران  له تجارتي فرصتونو  داستفادې لپاره تیار دی

د  پاکستان د تجارتي ټولنې مشر  د ایران  د اسلامی جمهوریت له تجارتي  فرصتونو څخه  د  پاکستان دتجارتي ټولنې په استفادې ټينګار وکړ.

په همداوروستیو کې  د  ایران او پاکستان د مشرانو په شتون سره  ددواړو هیوادونو ترمینځ  درسمي  بازارچې له پرانیستو وروسته ، د پاکستان د تاجرانو ټولنې (پی بی ایف) د شیانو په بدل کې د شیانو  دتجارت  او د  اکو ریل ګاډي په احیاء سره د تجارتي ګټو د ترلاسه کولو او له هرڅه لامهمه  د ایران او پاکستان ترمینځ د ریلي ارتباطاتو  د پراختیا لپاره  ددواړو هیوادونو  او خصوصي برخو د   اغیزشیندونکو ګامونو دپورته کولو غوښته وکړه.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،   د پاکستان د تجارتي ټولنې مشر  محمد اعجاز تنویر  په لاهور کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره  ووئیل،  اوس  له ایران سره د تجارت له فرصتونو د لازیاتې استفادې وخت رارسیدلی دی او  ددغه مهم لپاره  د  ایران،پاکستان او ترکیې ترمینځ  د ایکو باری ریل ګاډي د بیرته احیاء  ضروري شوې ده .

محمد تنویر ټينګار وکړ،  ایران  په ترکیې، مینځنۍ آسیائي هیوادونو  او اروپا  کې  مهمو بازارونو ته  د لاس رسي  په باب د پاکستان لپاره  یوه آسانه، کم مصرفه  او ښه   لاره د ه ، نو ځکه   په پاکستان کې د ریل پټلیو  دجوړونې  او نوي کونې . د شیانو د صادراتو  په لړ کې  په وخت او لګښت کې د  بچت  لپاره  زمونږ  اوسنی ضرورت دی. هغه  زیاته کړه،  ایکو ریل ګاډی د ایران ،پاکستان او ترکیې درو دوستو او وروڼو هیوادونو ترمینځ  یوه بریالۍ تجروبه  ده چې په ډيرې اسانۍ سره د متقابلو  ګټې او اړتیاوې تامینولی شي .