پاکستان د ایران له تجارتي فرصتونو داستفادې لپاره تیار دی
د پاکستان د تجارتي ټولنې مشر د ایران د اسلامی جمهوریت له تجارتي فرصتونو څخه د پاکستان دتجارتي ټولنې په استفادې ټينګار وکړ.
په همداوروستیو کې د ایران او پاکستان د مشرانو په شتون سره ددواړو هیوادونو ترمینځ درسمي بازارچې له پرانیستو وروسته ، د پاکستان د تاجرانو ټولنې (پی بی ایف) د شیانو په بدل کې د شیانو دتجارت او د اکو ریل ګاډي په احیاء سره د تجارتي ګټو د ترلاسه کولو او له هرڅه لامهمه د ایران او پاکستان ترمینځ د ریلي ارتباطاتو د پراختیا لپاره ددواړو هیوادونو او خصوصي برخو د اغیزشیندونکو ګامونو دپورته کولو غوښته وکړه.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د پاکستان د تجارتي ټولنې مشر محمد اعجاز تنویر په لاهور کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووئیل، اوس له ایران سره د تجارت له فرصتونو د لازیاتې استفادې وخت رارسیدلی دی او ددغه مهم لپاره د ایران،پاکستان او ترکیې ترمینځ د ایکو باری ریل ګاډي د بیرته احیاء ضروري شوې ده .
محمد تنویر ټينګار وکړ، ایران په ترکیې، مینځنۍ آسیائي هیوادونو او اروپا کې مهمو بازارونو ته د لاس رسي په باب د پاکستان لپاره یوه آسانه، کم مصرفه او ښه لاره د ه ، نو ځکه په پاکستان کې د ریل پټلیو دجوړونې او نوي کونې . د شیانو د صادراتو په لړ کې په وخت او لګښت کې د بچت لپاره زمونږ اوسنی ضرورت دی. هغه زیاته کړه، ایکو ریل ګاډی د ایران ،پاکستان او ترکیې درو دوستو او وروڼو هیوادونو ترمینځ یوه بریالۍ تجروبه ده چې په ډيرې اسانۍ سره د متقابلو ګټې او اړتیاوې تامینولی شي .