ّپه پاکستان کې په جوماتونو او امامباړوکې دځان مرګوماسټرماینډپه کنړکې هلاک شوی
دغه خطرناک ترهه ګر د کابل اوسیدونکی ؤ او له کابله ئې په یوې مذهبی مدرسې کې زده کړې کړې وې.ثناءا...غفاري په ایران ،ازبکستان،تاجیکستان،پاکستان او افغانستان کې په ډيرو بوږنونکو حملو کې لاس درلود او دده په سر لس میلیون ډالری جایزه هم ټاکل شوې وه
زمونږخبریال د دنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ د پاکستان پشمول د نړۍ په ځينو هیوادونو کې په ترهه ګرو اقداماتو کې دخیل وحشي جنایتکار په شهاب المهاجر مشهور ثناءا...غفاري دافغانستان په کنړ کې په مشکوک دول هلاک شوی دی.
په راپور کې وئیل شوي دي ،دغه خطرناک ترهه ګر نه یوازې د پاکستان بلکې د نړۍ په سویه یو ناخوښ او وحشي ترهه ګر ؤ.دغه ترهه ګر او دهغه کورنۍ له هندوستانه افغانستان ته مهاجرت کړی ؤ. په راپور کې وئیل شوي دي دغه خطرناک ترهه ګر د کابل اوسیدونکی ؤ او له کابله ئې په یوې مذهبی مدرسې کې زده کړې کړې وې.ثناءا...غفاري په ایران ،ازبکستان،تاجیکستان،پاکستان او افغانستان کې په ډيرو بوږنونکو حملو کې لاس درلود او دده په سر لس میلیون ډالری جایزه هم ټاکل شوې وه او په وروستیو کې د داعش یو مهم کمانډر بلل کید. دغه جنایتکار د زیاترو حملو ماسټر مائينډ ؤ او په کابل کې د پاکستان په سفارت د حملې، د پيښور دقصه خوانۍ تر شا په امامباړې او جومات باندې د حملې ماسټر ماینډ هم همدغه جنایتکار ؤ.