په اقتصادي بحران کې دې بهرني قدرتونه کارړنګونې نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i134500-په_اقتصادي_بحران_کې_دې_بهرني_قدرتونه_کارړنګونې_نه_کوي
د پاکستان دخزانې وزیر پر دغه هیواد د و اکمن اقتصادي بحران په حل کې د کارړنګونو په دلیل بهرني قدرتونه سخت ورټل.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 17, 2023 01:31 Asia/Kabul
  • په اقتصادي بحران کې دې بهرني قدرتونه کارړنګونې نه کوي

د پاکستان دخزانې وزیر پر دغه هیواد د و اکمن اقتصادي بحران په حل کې د کارړنګونو په دلیل بهرني قدرتونه سخت ورټل.

پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی . دغه هیواد له میاشتو راهسې پر دغه بحران د غلبې لپاره له آئي ایم ایف څخه  د شپږاعشاریه پنځه میلیارډډالري پور غوښته کړې ده ، خو دغه نړیوال اورګان  تر دې دشیبو پورې د اسلام اباد لپاره د نه منلو وړ شرطونو په وضع  کولو سره   له پور ورکولو ډډه کړې ده .

د ځينو سرچینو په وینا ، آئي ایم ایف  له تهران او بیجینګ سره  د اسلام اباد د اړیکو په پراختیا د امریکا داندیښنو په دلیل  ددغه پور له ورکولو ډډه کوي.  څو ورځې مخکې د پاکستان د  خزانې یوه پخواني  وزیر حفیظ پاشا وئيلي  دي ، د امریکا مشکل  د ایران او پاکستان مخ په وده اړیکې دي.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د پور د ورکولو لپاره له اسلام اباد سره د تعامل لپاره د پیسو د نړیوالې بسپنې  یا آئي ایم ایف  د غیر حرفه وي  کړچار باندې په سختو نیوکو سره  ووئیل، ځیني  قدرتونه هڅه کوي ، څو پاکستان  له دیوالیه کیدا سره مخ شي  او دوي له دغه بد وضعیّته ناسمه استفاده وکړي.

اسحاق ډار  ووئیل، ځیني بهرني قدرتونه پخپلو ګټه غواړو موخو سره   په پاکستان کې د مشکلاتو د درک کولو او ملګرتیا په ځاي  دیوالیه کیدا ته ددغه هیواد په کاږلو پسې دي. هغه  آئي ایم ایف ته په خطاب کې ووئيل،  اسلام اباد  ددغه اورګان  په وسیله دیکته شوي  شرطونه هیڅکله هم نه مني  ،ځکه باؤري دی د ایي ایم ایف  او پاکستان  دخبرواترو په ناکامۍ کې  جیو پولیټيک مسئلې  دخیلې دي.

د پاکستان دخزاې وزیر بهرني قدرتونه د سری لنکا په څير وضعیّت  سره د پا کستان د لاس اوګریوان کولو لپاره  په هڅې تورن کړل او وې وئیل،  بهرني قدرتونه  دخبرو او تعامل په ځاي د په دغه هیواد کې داقتصادي بحران په اوږدولو پسې دي ،خو پاکستان پاکستان به خ پل بهرني پورونه  د آئي ایم ایف  له مرستو پرته پخپل ټاکلي وخت ورکړي.