پاکستان، له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په ضرورت ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i134566-پاکستان_له_طالبانو_سره_د_نړیوالې_ټولنې_د_تعامل_په_ضرورت_ټینګار_وکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کښې د طالبانو له موقته حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل او د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته د دغې ډلې پاملرنه ضروري وبلله.
(last modified 2023-06-17T23:56:45+00:00 )
Jun 18, 2023 04:25 Asia/Kabul
  • پاکستان، له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په ضرورت ټینګار وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کښې د طالبانو له موقته حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل او د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته د دغې ډلې پاملرنه ضروري وبلله.

بلاول بوټو زرداري پرون له طالبانو څخه د بشري حقوقو د خیال ساتنې، د ټول شموله حکومت د جوړولو او له ترهګرو ډلو سره د مقابلې په شمول د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتي دي چې له دغې ډلې سره تعامل وکړي.

بلاول زیاته کړه: نړیواله ټولنه دې په افغانستان کښې د پایدارې پراختیا او د هر ډول انساني غمیزې د مخنیوي لپاره، له دغه هیواد سره مرسته وکړي.

د ویلو ده چې په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد وړمه ورځ ویلي وو: یوازې افغانان باید د نجونو د زده کړې، د بیان د آزادۍ او هم داشان د افغانستان د حکومت د څرنګوالي او جوړښت په هکله فیصله وکړي.