چین له پاکستان سره د ملګرتیاؤ په ژورتیا پسې دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i134864-چین_له_پاکستان_سره_د_ملګرتیاؤ_په_ژورتیا_پسې_دی
د چین لومړي وزیر له خپل پاکستاني همڅنګ سره په کتنې کې ووئيل، بیجینګ له اسلام اباد سره دخپل هر اړخیز سټراټژيک ګډون  پراختیا ته تیار دی .
(last modified 2023-06-24T04:05:20+00:00 )
Jun 24, 2023 08:31 Asia/Kabul
  • چین له پاکستان سره د ملګرتیاؤ په ژورتیا پسې دی

د چین لومړي وزیر له خپل پاکستاني همڅنګ سره په کتنې کې ووئيل، بیجینګ له اسلام اباد سره دخپل هر اړخیز سټراټژيک ګډون  پراختیا ته تیار دی .

شین هوا خبری آژانس راپور ورکړ، د چین لومړي وزیر لی چیانګ په پاریس کې د  نوي نړیوال مالی تړون لپاره دسرمشریزې په څنډې کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په کتنې کې  ووئيل، بیجینګ  د ون بیلټ ون روډ د  مشرتکې پروژې د پرمخ بیلولو  لپاره له اسلام اباد سره  دملګرتیا دوام ته تیار دی  اوهم د چین او پاکستان  د اجتماعي او اقتصادي پراختیا په موخې سره په ګډه ددواړو هیوادونو  د اقتصادي کریډور پروژې ( CPEC) د پرمخ بیولو پر ضرورت ټينګار وکړ.

لی ووئيل، چین او پاکستان  تل له یوه بل سره په زړه پورې اړیکې درلودلي دي  او بیجینګ به د پاکستان دملی حاکمیّت ،خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا په حفاظت کې  له اسلام اباده چورلټ ملاتړ ته دوام ورکړي.  او هیله ده چې  پاکستانی لوری  هم  په دغه  هیود کې د چیني پرسنلو او اورګانونو  امنیت تضمین کړي او داخلی ترهه ګرو ډلوټپلو سره په مبارزې کې اغیزشیندونکی او پریکنده  چلند وکړي.

 د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم  پخپل وار د دواړو لورو   د دوستي خوږه ورورولي  وبلله او  وې وئيل ، اسلام اباد  د واحد چین اصل ته پابند دی د چین د مځکنۍ بشپړتیا ، ملی حاکمت په ساتنې کې د بیجینګ پریکنده ملاتړ کوي.